شپږو ولایتونو کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Sat, Jun 13 2020 2:37 PM
1

ملي پولیسو په بغلان، تخار، لغمان، پروان، غزني او بلخ ولایتونو کې د جنايي جرمونو ضد د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړي ډول د وسله والو غلاوو، د عامه امن او نظم د اخلال، ژوبلې او د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې اوه تنه د وسله والو غلاوو په تړاو له شپږ قبضو تفنګچو سره، د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس له یو قبضې تفنګچې سره د غلا او زورواکۍ، د پروان ولایت د درېیم امنیتي سمت ماموریت په اړوند پرتو سیمو کې دوه نامسووله وسله وال له یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سره د عامه امن او نظم د اخلال، د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې دوه تنه د خلکو د مالونو او وسایلو د غلا، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس د ژوبلې، د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د دویمې او نهمې ناحیو په اړوند پرتو سیمو کې پینځه تنه له دوه قبضو تفنګچو او دوه عرادو  موټرسایکلونو سره د غلا  او عامه امن او نظم د اخلال او همداراز د غزني ښار په اړوند سیمو کې هم یو کس د یو عراده موټرسایکل د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته وسپارل شي.