کندوز کې د نشه يي توکو یوه لویه زېرمه کشف او ترلاسه شوه
د کندوز ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند ګندم بازار سیمه کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د "بنګدانو" له ډوله د نشه يي توکو یوه لویه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.
د یادې زېرمې د بنګدانو وزن ۵۴۷۴ کیلوګرامه دی، چې په تړاو یې څلور تنه نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.