پنجشېر کې یو کس د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو
تېره ورځ د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د نشهيي توکو ضد یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو کس د چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس چې ۲۵ کیلوګرامه چرس یې په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له پنجشېر څخه یې کابل ته ولېږدوي، د پنجشېر ولایت د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.