کندوز او غزني کې دوه تنه د دولتي کارکوونکو د ترور قضیو په تړاو ووژل شول

نن له غرمې وروسته د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبین د کندوز ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې له هغه ترهګرو سره نښتي، چې د دولتي کارکوونکو د ترور قصد یې درلود.
د دې نښتې په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی او یو همکار یې نیول شوی دی.
بلخوا غزني کې هم یو ترهګر د پولیسو له خوا وژل شوی دی.
یاد کس د ملي پولیسو د منسوبینو د شهادت په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود.