درېیو ولایتونو کې نهه تنه د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو په فاریاب، ننګرهار او پروان ولایتونو کې نهه تنه د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د میمنې ښار په شپږمه او لسمه ناحیو او پشتونکوټ ولسوالۍ کې د څلورو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي او په قیصار ولسوالۍ کې یې بیا د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د دې عملیاتو په لړ کې د ۱۳۰ لیتره الکولي څښاکو او یو شمېر نشهيي توکو د ضبط سربېره، دوه عرادې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
بلخوا د ننګرهار ولایت له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو په غنيخېلو او مهمندرې ولسوالیو کې څلور تنه د ۲۸ کیلوګرامه چرسو او د پروان ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې یو کس د نشهيي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.