کابل او فراه کې څلور تنه د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Fri, May 15 2020 1:33 PM
1

پرون ماسپښین د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په اړوند لب‌جر سیمه کې دوه غله هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې په یاده سیمه کې یو عراده کرولا ډوله موټر غلا کړي.
بل‌خوا د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم دوه تنه د یو عراده موټرسایکل د غلا په تور نیولي دي.