ترهګرو طالبانو په پکتیکا او خوست کې ۱۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې

hakimi-moi
Tue, May 12 2020 2:27 PM

طالبانو په پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ملکي خلکو د ډزو او ماین چاودنې له امله ۱۰ ملکي ځايي مېشتو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.
ترهګرو طالبانو تېر مازدیګر د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په "محمدحسن" کلي کې پر ملکي خلکو ډزې کړې، چې په ترڅ کې يې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکیان شهیدان کړي او دوه نور ټپیان شوي دي.
بل‌خوا د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په "خلبیسات بازار" سیمه کې د ترهګرو طالبانو د یو کړۍ ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو ملکي وګړی شهید شوی او د یوه ماشوم په ګډون څلور نور ملکيان ټپیان شوي دي.
ترهګر طالبان خپلو ناوړه موخو ته د رسېدو په‌پار ملکي خلک په نښه کوي، چې د دوی دا کړنه د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف ده.