هرات کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Thu, May 07 2020 1:04 PM
1

پولیسو د هرات ولایت په بېلابېلو برخو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو لکه: وسله‌والې غلاوې، د غیرقانوني وسلو لېږدونې، د نشه‌يي توکو پلور او د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، څلور میله تفنګچې، شپږ عدده شاجورونه، دوه عرادې موټر، څلور عرادې موټر‌سایکلونه او شپږ سیټه موبایلونه ترلاسه شوي دي.