د هېواد په درېیو ولایتونو کې اوه ترهګر طالبان د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له‌خوا ژوبل او ونیول شول

hakimi-moi
Tue, Apr 28 2020 3:26 PM

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې درې تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو او د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یې دوه طالب ترهګر نیولي دي.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په پکتیا ولایت کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان ټپیان کړي دي.