غزني کې یو موټربم کشف او شنډ شو
نن سهار ۸:۳۰ دقیقې د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو ترهګر طالب له یوه موټربم سره یو ځای له منځه وړي دي.
یاد ترهګر یو فيلډر ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې ملي پولیس هدف وګرځوي، چې د غزني ښار په "ارزو" سیمه کې د پولیسو په یوه کمین کې تر پېژندنې وروسته ووژل شو.
پهدې پېښه کې د موټربم د کشف او شنډ برسېره؛ د ترهګر دوه میله درنې وسلې او درې میله کلاشینکوفونه هم له منځه وړل شوي او له وژل شوي ترهګر څخه څلور قطعې پېژندکارتونه هم ترلاسه شوي دي.