ننګرهار کې یو ترهګر طالب د خپل لاس ماین چاودنې له امله ووژل شو

hakimi-moi
Sat, Apr 25 2020 4:28 PM
01

یوه ترهګر طالب غوښتل چې د ننګرهار ولایت په سرخ‌رود ولسوالۍ کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او له امله یې خپله وژل شوی دی.
همداراز په همدې سیمه کې ترهګرو طالبانو یو بل کړۍ ماین هم خښ کړی و، چې د پولیسو له‌خوا پر وخت کشف او له منځه یوړل شو.