پولیس له کورونا ویروس سره د مبارزې په پار شپه او ورځ فعالیت کوي

hakimi-moi
Thu, Apr 16 2020 1:59 PM
01

ملي پولیس کابل ښار کې د کورونا ویروس د خپراوي د مخنیوي او مبارزې  په موخه بې درېغه کوښښ کوي او پدې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
د همدې لپاره پولیسو د تېرې اونۍ په لړ کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ځينې مهم اقدامات ترسره کړي دي.
د پولیسو په یاد شویو اقداماتو کې د غیرضروري وسایطو له ګرځېدنې مخنیوی، د غیرضروري هټیو تړل، په ګڼه ګوڼه سیمو او واټونو کې د خلکو له تګ راتګ مخنیوی، خلکو ته عامه پوهاوی او د ملي پولیسو منسوبینو ته د ځینو اړینو وقایوي توکو وېش برخې شاملې وې.
همداراز پولیسو کابل ښار کې د ښاریانو د روغتیا ساتنې په پار د تګ راتګ قیودات لا جدي کړي او دا لړۍ به دوام ولري.
ملي پولیس په اړوند برخه کې د خلکو له همکارۍ او حوصلې مننه او درناوی کوي او له خلکو غواړي چې وضع شوي محدودیتونه په جدي توګه په پام کې ونیسي، څو د دې ویروس له خطره په امان کې وي.