مل پاسوال خوشحال سعادت د عامه ساتنې تصدۍ د عمومي رییس په توګه وګمارل شو

hakimi-moi
Mon, Apr 13 2020 3:35 PM
01

د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او جمهوري ریاست د منظورۍ پر بنسټ مل پاسوال خوشحال سعادت د عامه ساتنې د امنیتي تصدۍ د عمومي رییس په توګه وګمارل شو.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د مل پاسوال خوشحال سعادت په پېژندګلوي غونډه کې د یادې ادارې د مخکني رییس له کړنو هم ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د امنیتي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې اړتیا ده څو لا زیاتې هڅې ترسره شي. 

همداراز د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي هم مل پاسوال خوشحال سعادت ته د عامه ساتنې د امنیتي تصدۍ د عمومي رییس په توګه د ګمارل کېدو د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه، چې ښاغلی سعادت ځوان کدر دی او د کورنیو چارو وزارت په اډاڼه کې له کافي تجربې برخمن دی.

له هغې وروسته مل پاسوال خوشحال سعادت هم ډاډ ورکړ چې د ښو امنیتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

مل پاسوال خوشحال سعادت تر دې دمخه د کورنیو  چارو وزارت د ستر امنیتي معین په توګه دنده ترسره کړې او په اړوند برخو کې ځانګړې تجربه لري.