هرات کې شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Thu, Apr 09 2020 9:31 AM
001

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د انجیل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان حرفوي غله وو او په انجیل ولسوالۍ کې یې په وسله والو غلاوو کې لاس درلود.
له دې کسانو څخه دوه عرادې موټر، یو میل وسله او یو شمېر نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.