کابل کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، دولسمې، پنځلسمې او اولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، ژوبلې، شکونې، د موبایل، وسایطو او کورونو د غلا قضیو په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو عراده غلا شوې واسطه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.