فراه کې د حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه

rahimzai_moi
Mon, Mar 30 2020 10:57 AM
ن

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په فراه ښار کې د حرفوي غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
یاد کسان له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو، چې تېره ورځ د یوه کور د مالونو د لوټولو پر مهال د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو لخوا ونیول شول.
له دې کسانو څخه دوه عرادې موټرسایکلونه او یو بایسکل هم ترلاسه شوي دي.