غزني کې څلور تنه د غلا په تړاو ونیول شول
د غزني ولایت ملي پولیسو د غزني ښار د لومړۍ او څلورمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې څلور تنه د غلا په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو په غزني ښار کې د کورونو، موټرو او پیسو د غلا په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود، چې تېره ورځ د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
پولیسو غلا شوی موتر څښتن ته یې سپارلی او د دې کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.