د کورنیو چارو سرپرست وزیر "ملت ته د دولت د حساب ورکونې" په برنامه کې د یاد وزارت د تېر کال د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو راپور له رسنیو سره شریک کړ

hakimi-moi
Sat, Mar 14 2020 6:15 PM
01

نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې "ملت ته د دولت د حساب ورکونې" په برنامه کې د یوې خبري غونډې له لارې د یاد وزارت د تېر کال د کړنو، پرمختګونو او لاسته راوړنو راپور له خلکو سره شریک کړ.
پدې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر رسنیو ته وویل، چې په روان کال کې د ملي پولیسو د معاشاتو، اعاشې او تسلېحاتو په برخو کې ټولټال څه باندې پنځه میلیارده افغانۍ سپما شوې دي.
محمد مسعود اندرابي یادونه وکړه چې د روان ۱۳۹۸ کال په لړ کې د ملي پولیسو عملیات درې برابره زیات شوي، چې په پایله کې یې د هېواد نهه هغه ولسوالۍ چې تر دې دمخه ترهګرو طالبانو پکې فعال حضور درلود؛ په بشپړه توګه پاکې شوې دي.
ښاغلي اندرابي د هېواد د ملي پولیسو د مرګ ژوبلې کچې د ټیټوالي په تړاو هم وویل، چې روان کال کې د ملي پولیسو د مرګ ژوبلې کچه ۱۱ سلنه او د سیمه ییزو پولیسو ۲۶ سلنه ټیټه شوې ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر "ملت ته د دولت د حساب ورکونې" په برنامه کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې راغلو لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه ویې ویل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د جنايي جرمونو ګراف ۲۱ سلنه ټیټ شوی چې په روان کال کې یې د ۱۶۳۴۳ جنايي قضیو په تړاو ۲۰۵۵۴ تنه نیولي دي.
محمد مسعود اندرابي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملي پولیسو لاسته راوړنې هم یاد کړې او ویې ویل، چې د ۱۳۹۸ کال په لړ کې د نشه يي توکو ۹۶ کارخونې او ۳۰ زېرمې کشف او له منځه وړل شوې؛ چې دا د تېر کال په پرتله له نشه يي توکو سره د مبارزې په ګراف کې ۳۸ سلنه ټیټوالی ښيي او همداراز د ټول هېواد په کچه د چرسو، هیرویینو، تریاکو ... له ډوله ۱۱۶۹ ټُنه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
همداراز د کورنیو چارو سرپرست وزیر د یاد وزارت په کدري سیستم کې د راغلو اصلاحاتو په اړه هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اوس هېڅ زورواکی نشي کولای د ملي پولیسو د منسوبینو په ګمارنه کې لاسوهنه وکړي او د پولیسو ګمارنې سلیقوي نه؛ بلکې د وړتیا او توانایۍ له مخې ترسره کېږي.
"ملت ته د دولت د حساب ورکونې" برنامې په پای کې محمد مسعود اندرابي د ملي پولیسو منسوبینو لپاره د فوق لېسانس ټولګیو د رامځته کېدو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په روان کال کې د ملي پولیسو منسوبینو ۲۵۰ تنه یادو ټولکیو ته ورپېژندل شوي چې اوسمهال هم د زده کړو ترلاسه کولو په حال کې دي.