د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۳۳۳ عملیاتي قطعې لیدنه وکړه

jamil-moi
Wed, Mar 04 2020 9:30 AM
v

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع په لوګر ولایت کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۳۳۳ مې عملیاتې قطعې لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان مل پاسوال میراحمد عظیمي يې هم ملتیا کوله.

سترپاسوال عبدالصبور قانع د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ټولو قطعو په تېره با د ۳۳۳مې عملیاتي قطعې د زړورو منسوبینو کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل، چې همدا تاسې یئ چې د پولیسو لپاره د ملا تیر جوړ شوي یئ او د هېواد په ګوټ - ګوټ کې مو ترهګر او ترهګري ځپلې.
ښاغلې قانع د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ۳۳۳مې عملیاتي قطعې منسوبینو ته ډاډ ورکړ، چې د ظرفیت لوړنې او چارو سمبالتیا په برخه کې به یې له شته ټولو فرصتونو په منظمه توګه ګټه اخیستل کېږي او وخت په وخت به یې ستونزو ته بې له ځنډه رسېدنه کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان مل پاسوال میراحمد عظیمي د دې لیدنې په لړ کې د ۳۳۳مې عملیاتي قطعې له بېلابېلو برخو د لیدنې سربېره د ملي پولیسو د ۳۳۳مې عملیاتي قطعې ځینې منسوبین د ستاینلیکونو او ګلانو ګېډیو په ورکړې ونازول.
پاتې دې نه وي چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوګر ولایت ته د خپل کاري سفر په لړ کې د یاد ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه هم لیدنه وکړه او د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند ټولو ادارو له مسؤلینو سره یې له نېږدې خبرې وکړې. امنیتي معین د لوګر ولایت د ملي پولیسو یو شمېر ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې کلک ډاډ ورکړ.