هلمند کې ۴۳۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
Wed, Feb 05 2020 12:11 PM
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۴۳۱ کیلو ګرامه چرس کشف او ضبط کړي دي.
د چرسو دا محموله لښکرګاه ښار کې په یوه استوګنیزو کور کې دننه ځای پر ځای شوې وه، چې په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.