غور کې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي غړي ونیول شول

moi-af
Thu, Feb 13 2020 9:17 AM
8

تېره ورځ د غور ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز فېروزکوه ښار په اړوند سیمو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي غړي نیولي دي.
یادو کسانو د ترورېستي پېښو په طرح او سازماندهي کې په ځانګړې توګه د شهرک ولسوالۍ په کوراب کلي کې د ملي پولیسو پر منسوبینو یوه برید کې فعال نقش درلود، چې له امله یې اته پولیس په شهادت رسېدلې دي.