کابل کې پاکستان سفارت ته نږدې درې کمېشن کاران ونیول شول

moi-af
Wed, Feb 12 2020 3:47 PM
5

له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو کابل کې پاکستان سفارت ته نږذې درې هغه کسان نیولي، چې له مراجعینو به یې کمېشن اخیسته.
یادو کسانو به له خلکو په دې پلمه چې ژر به ویزه ترلاسه کړي، پیسې اخیستې او له دې کسانو څخه ۲۴ ټوکه پاسپورټونه او د ویزې فورمونه هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.