کابل کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
Wed, Feb 12 2020 10:58 AM
8

د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې پولیسو د کابل ښار د دویمې، څلورمې، نهمې، یوولسمې، دیارلسمې او پنځلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې ۱۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، د غیرقانوني وسلو لېږد، د کورونو غلا، د موبایل غلا، ژوبله، د موټر پلېټ غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې، یو قبضه لاسي بم، یو قاب غلا شوی نمبر پلېټ او یو شمېر نشه يي توکي د تریاکو او چرسو له ډوله هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.