تخار کې درې تنه د وژنې او انسان تښتونې په تړاو ونیول شول
پولیسو د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې درې تنه د وژنې او انسان تښتونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه یو یې د وژنې او دوه نور یې د انسان تښتونې په تړاو نیول شوي دي.
دا کسان له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو، چې تېره ورځ ونیول شول.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.