ننګرهار کې یو شمېر وسلې او نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې له ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د چرسو ۷۶ بستې، ۱۲ میله کلاشینکوفونه او ۳۳ میله تفنګچې کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي.