هرات کې اوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د هرات ولایت پولیسو د دې ولایت په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۱ کیلو ګرامه تریاک، ۵ کیلو ګرامه چرس، ۴۰ ګرامه امفتامین او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.