خوست کې درې تنه د خپلمنځي وسله والې نښتې په تړاو ونیول شول
تېره ورځ د خوست ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز اړوند په لکن کلي کې درې تنه د خپلمنځي وسله والې نښتې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان له لفظي شخړې وروسته په وسله واله نښته اوښتي، چې د پولیسو د چټک او پر وخت اقدام په پایله کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف هم د پولیسو لاسته ورغلی او اوسمهال تر لازیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دي.