کابل کې درې تنه د چپاولګرۍ او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Tue, Jan 21 2020 1:36 PM
4

پولیسو کابل کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د چپاولګرۍ او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
پولیسو د نهمې او اتلسمې امنیتي حوزو له اړوند سیمو دوه تنه د سړک غاړې غلاوو او شکونو په تړاو نیولي دي.
همداراز د اتلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې هم یو کس له یو میل تفنګچې سره یو ځای نیول شوی دی.
کابل کې پولیس ورځ تر بلې هڅه کوي، څو له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخ کې کوټلي ګامونه پورته کړي او خلکو ته د ژوند کولو مصوونه فضا رامنځته کړي.