پولیسو کابل کې یو کس چې پر ملکي خلکو یې ډزې کړې وې، نیولی

jamil-moi
Sun, Jan 19 2020 10:31 AM
7

پولیسو د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هغه کس نیولی چې پر ملکي خلکو یې د ګولیو ډزې کړې وې.
یاد کس تېره ورځ درې تنه ملکي وګړي د ګولۍ د ډزو په وسیله ټپيان کړي وو.
دغه کس د پولیسو د چټک اقدام په پایله کې له یو میل تفنګچې سره یو ځای نیول شوی دی.
د یادونې ده چې د نیول شوي کس دوسیه د لا زیاتو څېړنو په موخه اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.
پولیس له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې په جدي توګه کار کوي او پدې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.