انټرپول پولیسو یو فراري قاتل استرداد کړ

jamil-moi
Wed, Jan 15 2020 2:43 PM
7

یو فراري قاتل چې څه موده دمخه یې په تخار ولایت کې یو کس لومړی وژلی او بیا ایران ته تښتېدلی و؛ د دواړو هېوادونو تر منځ د مجرمینو د نیولو د همکارۍ د شوي هوکړه لیک له مخې د ایران پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته بېرته افغان انټرپول پولیسو ته استرداد شوی دی.
مجرم کس له خپلې نسبتي دوسیې سره یو ځای عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوی دی.