کابل کې د چپاولګرانو یو ډلمشر ونیول شو

jamil-moi
Wed, Jan 15 2020 8:36 AM
5

تېره ورځ د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د چپاولګرانو یو ډلمشر نیولی دی.
یاد کس د کابل ښار د درېیمې، شپږمې، دیارلسمې او اتلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د چپاولګرۍ، لارنیونې او وسله والو غلاوو په تړاو نیول شوی دی.
د ملي پولیسو منسوبینو هڅې د نورو جنایتکارو ډلو د نیولو په موخه دوام لري.