کابل کې دوه حرفوي غله ونیول شول

jamil-moi
Thu, Jan 09 2020 6:12 PM
6

نن مازدیګر د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.
یادو کسانو د کابل ښار د ۱۱ او ۱۷ ناحیو په اړوند برخو کې په غلا او جنایت لاس پورې کاوه، چې له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو.
د یادونې وړ ده، چې دا کسان د ۱۷مې ناحیې په ذاکرین
ښارګوټي کې نیول شوي دي.