کابل کې یو وسله وال غل ونیول شو
څو شېبې وړاندې پولیسو د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې په اړوند قلعه زمان خان سیمه کې یو وسله وال غل "غورځنګ" نومی د یو عراده سراچه ډوله موټر د غلا پرمهال له پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته په ژوبلي حالت کې نیولی دی.
کابل ښار کې د مجرمینو او جنایتکارانو د نیولو په موخه د پولیسو عملیات روان دي.