ارزګان کې له یوې ترورېستي پېښې مخنیوی شوی

rahimzai_moi
Sun, Dec 29 2019 1:04 PM
ب

تېره ورځ ترهګرو طالبانو غوښتل چې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په سرتور بابا کلي کې د یوه پاخه سړک لاندې ځمکه وشکوي او له هغې ځایه د ترهګریزو پېښو په موخه استفاده وکړي؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې پولیس پر وخت سیمې ته رسېدلي او په پایله کې يې یو ترهګر طالب نیول شوی او پاتې نور یې تښتېدلي دي.
د پېښې له سیمې پنځه عرادې موټرسایکلونه او یو شمېر وسایل چې د ځمکې په شکولو کې ترې استفاده کېږي، د پولیسو لاسته ورغلي دي.