د کندز - خان اباد لویه لار د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوه

jamil-moi
Thu, Dec 26 2019 9:11 AM
6

نن سهار د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له دفاعي او هوايي ځواکونو سره یو ځای د کندز - خان اباد پر لویه لار، آلچین او بُزقندهاري کلیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي؛ چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي غړو "قاري مومن مشهور په سیار، سیف الله مشهور په شمشاد او عمر مشهور په سیار" په ګډون ۲۷ نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.

تر دې دمخه ترهګرو طالبانو د کندز - خان اباد پر مسیر ګڼ شمېر ترورېستي بریدونه ترسره کول، چې ځینې وخت به دا لویه لاره د خلکو پر مخ تړلې وه.

د یادونې وړ ده چې په آلچین او بُزقندهاري سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ۳۰ کړۍ بشکه يي ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.