کابل کې اووه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ۱۳ ناحیې او ده سبز ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د څلور بېلو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: د عامه امن او نظم اخلال، اخلاقي جرمونو، د غیرقانوني وسلو لېږد، زورواکۍ او انسان تښتونې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه شپږ تنه د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې له اړوند سیمو د بېلابېلو جنايي جرمونو او یو تن د ده سبز ولسوالۍ له اړوند سیمو د انسان تښتونې په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.