بلخ کې نظام الدین قیصاري ته اړوند اووه نامسووله وسله وال وژل شوي او۳۵نور یې له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره نیول شوي دي
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې د یوه نامسووله وسله وال " نظام الدین قیصاري" د نیولو په هدف یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نظام الدین قیصاري ته د اړونده کسانو او ملي پولیسو ترمنځ نښته رامنځته شوې او په پایله کې يې قیصاري ته اړونده اووه نامسووله وسله وال وژل شوي او ۳۵نور یې له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره نیول شوي دي.
"نظام الدین" په "قیصاري" مشهور او په بلخ کې یې په بېلابېلو جرمي قضیو لکه: د ځمکو غصب، باج اخیستنو، د غیرقانوني وسلو ګرځونو، ځورونو، له مجرمینو په ملاتړ او په وروستیو کې یې د مزارشریف ښار د یوې حوزې د آمر په وهلو-ډبولو کې لاس درلود؛ چې ملي پولیسو د بلخ مېشتو د پر له پسې شکایتونو او عرایضو له مخې او د محکمې د حکم پر بنسټ د نوموړي په نیولو لاس پورې کړی دی.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په مزارشریف ښار کې د نظامي الدین قیصاري په استوګنځای کې د عملیاتو په لړ کې نوموړي ته اړوندې یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات چې په کې ۱۶ میله کلاشینکوفونه، څلور میله پیکا، دوه میله راکټ غورځوونکي، برچې، ۲۱۱۰ ډزه د کلاشینکوف ګولۍ، د پیکا څه باندې ۵۰۰۰ ډزه ګولۍ، اته ډزه راکټ ګولۍ، اووه قبضې لاسي بمونه، مخابرې، البسې، شاجورونه، مهم سندونه، موبایلونه او پرتلې په کې شاملې دي؛ کشف او ترلاسه کړې دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په لړ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.