تخار کې د نږدې ۱۰۰ موټرو تورې ښیښې سپینې شوې
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د تخار ولایت په تالقانو ښار کې د جرمونو سطحې د ټیټېدو په موخه د تورو ښیښو موټرو د سپینولو عملیات پیل کړي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د نږدې ۱۰۰ موټرو تورې ښیښې سپینې او څښتنو ته یې سپارښتنه وشوه؛ څو په راتلوونکي کې د داسې کړنو له ترسراوي ډډه وکړي.
په ښار کې د تورو ښیښو وسایطو ګرځېدنه د عامه امن د اخلال لامل کېږي او همداراز ځینې فرصت طلبه خلک کوښښ کوي څو په دې وسیله جنایي جرمونه ترسره کړي.
ملي پولیسو ته دستور ورکړل شوی چې په تمځایونو کې د تورو ښیښو درلودونکي وسایط ودروي او د ښیښو تور فلمونه یې سپین کړي.