کندهار او هرات کې د نشه يي توکو نهه قاچاق کوونکي ونیول شول

jamil-moi
Tue, Dec 10 2019 11:24 AM
5

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کندهار ولایت د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو شپږ قاچاق کوونکي نیولي دي.
یادو کسانو یو شمېر هیرویین د کپسول په بڼه په خپلو نسونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې ولېږدوي؛ چې پولیسو نیولي دي.
همداراز د هرات ولایت د هوايي ډګر سرحدي پولیسو هم د نشه يي توکو درې قاچاقبران نیولي دي.
یادو کسانو یو شمېر نشه يي توکي په خپلو نسونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې ولېږدوي، چې هدف ته له رسېدو مخکې پولیسو نیولي دي.