کاپیسا کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو

jamil-moi
Sun, Dec 08 2019 2:18 PM
7

نن سهار د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ په سربند قلعه جاني کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی له یو شمېر نظامي توکو، تجهیزاتو او لاسي بمونو سره نیول شوی دی.