ننګرهار کې ۸۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول
له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې ۸۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد نشه یي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د قاچاق په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.