پولیسو ۱۴ تنه د وژنې، غلا، کمېشن کارۍ او د وسلو د لېږد په تړاو نیولي

jamil-moi
Thu, Dec 05 2019 9:53 AM
8

د کابل، هرات، تخار، بغلان او فراه ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۴ تنه د وژنې، وسله والو غلاوو، کمېشن کارۍ او د بې جوازه وسلو د لېږدو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه پنځه تنه د کابل ښار د څلورمې، شپږمې او پنځلسمې ناحیو او فرزه ولسوالۍ څخه د وژنې، غیرقانوني وسلو د لېږد او د کمېشن کارۍ په تور؛ څلور تنه یې د هرات ښار د پنځمې ناحیې له اړوند سیمو د وسله والې غلا په تړاو،؛ دوه غله یې د تنګي فرخار او یو غل یې د فراه له اړوند سیمو نیولي دي.
همداراز د بغلان پولیسو یو عراده غلا شوی موټر په ده سلاح ولسوالۍ کې کشف او بېرته یې څښتن ته سپارلی دی.
د یادونې ده چې له یادو کسانو څخه څو میله وسلې هم د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.