بغلان کې د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

jamil-moi
Mon, Dec 02 2019 2:38 PM
ب

تېره ورځ د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو ته څه باندې ۱۰۰ ټُنه غنم وېشلي دي.
دا مرسته په بغلان کې د ملي پولیسو د شهیدانو ستونزو د رسیدګۍ او همداراز د خلکو د مال او ځان د ساتنې په برخه کې د دوی سرښندنو ته د درناوي په هدف شوې ده.
د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستو وېش به په ټولو ولایتونو کې دوام ولري.