پولیسو اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

jamil-moi
Tue, Nov 26 2019 11:28 AM
ع

د فاریاب، بدخشان، کاپیسا او هرات ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور، قاچاق او ساتنې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه درې تنه د بدخشان ولایت له کشم ولسوالۍ څخه د ۱۵ کیلو ګرامه هیرویینو د ساتنې، یو تن د هرات ښار د شپږمې حوزې له اړوند سیمو د څلورو کیلو ګرامه چرس او تریاکو د ساتنې، دوه تنه د فاریاب ولایت له اړوند سیمو د یو شمېر نشه يي توکو د پلور او همداراز یو تن د کاپیسا ولایت د مرکز له اړوند سیمو د نشه کوونکو تابلېتونو د پلور په تړاو نیولي دي.