لوګر کې یو تښتول شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

jamil-moi
Tue, Nov 26 2019 9:31 AM
9

تېره ورځ د لوګر ولایت پولیسو د مرکز په اړوند سیمو کې دوه تنه د یوه ماشوم هلک د تښتونې په تور نیولي دي.
یادو کسانو اته ورځې دمخه یو ۱۳ کلن ماشوم د لوګر د مرکز له اړوند سیمو تښتولی و او غوښتل یې له هېواده بهر یې ولېږدوي، چې پولیسو د تورخم پر پوله نیولي او ماشوم یې کورنۍ ته سپارلی دی.