له بې نظمۍ سره د مبارزې په برخه کې ۲۵ تنه منسوبین د یوې ښوونیزې دورې زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول

jamil-moi
Mon, Nov 25 2019 3:15 PM
7

د چټک غبرګون قطعې او اطفایې ۲۵ تنه منسوبین د کابل پولیسو له ښوونیز مرکز څخه د ترکیې هېواد په همکارۍ له بې نظمۍ سره د مبارزې په برخه کې له دوه میاشتنیو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین ریاض درمل او د ترکیې هېواد د سفارت مرستیال "ایلگرترک بیرک" ګډون کړی و.

ریاض درمل له کورنیو چارو وزارت او د ملي پولیسو د روزنې په برخه کې د ترکیې هېواد له همکاریو مننه او درناوی وکړ.

ور پسې د ترکیې هېواد سفارت مرستیال د افغانستان د پخواني دوست هېواد په حیث له کورنیو چارو وزارت سره د لا زیاتو همکاریو ټټر ووهو.

د دې مراسو په څنډه کې د ترکیې سفارت مرستیال کورنیو چارو وزارت ته یو عراده "توما" موټر ډالۍ کړ.

دا موټر د اوبو یوه زېرمه، اوښکې بهوونکی ګاز او ځانګړی رنګ لري، چې د بې نظمۍ په وړاندې د مبارزې منسوبینو ته د دې وس ورکوي; څو د غیرمسالمت آمېزه لاریونونو د مخنیوي په برخه کې ترې مسلکي استفاده وکړي.