غزني کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن سهار امنيتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولايت په خوګيانيو ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دې عملياتو پر مهال د ترهګرو طالبانو پنځه ډزه راکټ ګولۍ هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يادونې ده چې ياد عمليات به پدې ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو تر بشپړې پاکونې دوام ولري.