هرات کې اته تنه د لېږدوونکو وسایطو او استوګنځیو د غلا په تړاو نیول شوي

jamil-moi
Mon, Nov 18 2019 10:36 AM
6

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د لېږدوونکو وسایطو او د استوګنځیو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه څلور تنه د زنده جان ولسوالۍ له اړوند سیمو د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تړاو، دوه تنه د ۱۴مې ناحیې له اړوند سیمو د کورونو د غلا په تړاو، یو کس د انجیل ولسوالۍ له اړوند سیمو هم د کورونو د غلا او یو بل یې د هرات ښار د ۱۴مې ناحیې له اړوند سیمو د څارویو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادونې ده چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې، د وسایطو کلۍ او یو شمېر نور غلا شوي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.