د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

moi-af
Sun, Nov 17 2019 11:39 PM


کورنیو چارو وزارت هغه خبرونه په کلکه ردوي، چې ګواکې نن امنیتي ځواکونو په کندز ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي.

نن ماسپښین شاوخوا ۰۳:۱۵ ترهګرو طالبانو او د افغانستان د خپلواکۍ او دیموکراسۍ دښمنانو په کندز ښار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر دفتر هاوان ګولۍ توغولې، چې په ترڅ کې يې یو ملکي شهید شوی او د ملي امنیت د یوه منسوب په ګډون څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۳۶مې مادې پر بنسټ د دې هېواد اتباع حق لري څو خپلو جایزو او سوله ییزو موخو ته د رسېدو لپاره له وسلو پرته غونډې او لاریونونه پر لاره واچوي او امنیتي ځواکونه هم د لاریون کوونکو پر امنیت ساتنې مکلف شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ ټاکنو ټول پړاوونه په بشپړې بېطرفۍ ترسره کړي او د ټاکنو د څار بنسټونو د تایید وړ ګرځېدلي دي.

کورنیو چارو وزارت خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه د ټاکنو د پاتې پړاوونو د بشپړولو لپاره هم په پوره بېطرفۍ سره تیارى لري او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د ټاکنو په ملي بهیر کې مداخله وکړي.

56753453122