له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې دوه عرادې غلا شوي موټر او موټرسایکلونه د پولیسو لاسته ورغلي او له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی
د تېرې اوونۍ په لړ کې د ملي پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په نتیجه کې د کابل او لغمان ولایتونو په اړوند سیمو کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی، یو شکمن کس له خوست او یو وسله وال غل د کابل ښار د دویمې حوزې له اړوند سیمو نیول شوي او همداراز یو عراده غلا شوی موټر او موټرسایکل د کابل ښار د دولسمې او شپاړلسمې حوزو له اړوند سیمو د پولیسو لاسته ورغلي دي.
کورنیو چارو وزارت د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو له همکارۍ مننه او درناوی کوي.